|
د افغانستان د ملی گــــوند د اجرائیه شــورا اعلامیه 25/3/1388
زموږگران هیواد افغانستان دغه د باتورو اوشمله ورو افغانانو ټاټوبی چی لرغونی او له ویاړه ډک تاریخ لری؛ له بده مرغه د څو لسیزو پرله پسی تپل شوو جگړو له کبله ویجاړ او ټوله مادی او معنوی شتمنی مو د دغه اور په لمبو کى لولپه شوه او د دغو خونړیو پیـښو منفی اغیزو نه یوازی زموز افغانی ټولنه بد مرغه کړه بلکی د نړیوالی ټولنی لمنه ئی هم ونیوه او هغه ئی هم له شر څخه په امن کی پاته نشوه او په پای کی ئی د سپټمبر د (11) نیټې ناوړه پیښه را منځته کړه او نړیواله ټولنه ئی د یته اړ کړه تر څو د افغانستان د قضیې د حل په اړوند تصمیم ونیسی او د خپل ګډ فوځی عمل په نتیجه کی ئی د طالبا نو حکومت رانسکور او د بن کنفرانس د پریکړو په اساس ئی موقته اداره را منځته کړه چى د نوې ادارى په رامنځته كيدو او تر هغى وروسته يو لړ ګټور كارونه لكه : پخوانى دولتى بنسټونه چى له بيخه ويجاړ شوى وه بيرته ورغول شول ، لوئى جرګى دايرى او د دولتى نظام بنسټ د اساسى قانون پر بنآ كيښودل شو ، اجرائيه ، مقننه او قضائى قواوې ايجاد او فعالې شوې ، د ملى اردو، ملى پوليسو او ملى امنيت ارګانونه ايجاد او د هغوى د تقويى په خاطر ګټور كارونه سرته ورسيدل ، د ښوونځيو دروازى د هيواد د بچيا نو ( نجونو او هلكانو) پرمخ پرانستل شوې او په مليونونو زده كونكى په مختلفو ښوونځيو كى تر يوه واحد تعليمى نصاب لاندې په ښوونه او روزنه بوخت شول. كلينيكونه او روغتونونه بيا له سره ورغول شول او په زرګونه كيلو متره سړكونه د هيواد په ګوټ ګوټ كى پاخه او قيرريزى شول او د مخا براتو په برخه كى ګټور ګامونه اوچت شول. د هيواد د لوړو زده كړو موسسات بيا ورغول شول او په لس ګونو خصوصى ښوونځى او پوهنتونونه د دولتى عالي موسسو تر څنګ ايجا د او په فعا ليت ئى شروع وكړه او په هيواد كى نسبى سوله او امنيت تامين او خلكو پخپل سوله ايز ژوند پيل وكړ. افغاننستان يو وار بيا خپل ملى او نړيوال هويت لاسته راوړ. د هيواد د اساسى قانون په چوكا ټ كې د مطبوعاتو او سياسى ګونډونو قوانين اوپه لس ګونو نورقوانین، لايحى او مقررې د چارو د بهبود په خاطر نا فذې شوې – ادارى اصلاحات دوام لرى – د تروريزم او نشه ئى توكو پر ضد مبارزى پراخه ابعا د كسب كړل. د پورتنيو اقداما تو سره سره چى د ښاغلى حامد كرزى په (۷) كلنه دوره كې سرته رسيدلى يو شمير نواقص او كمبودى هم وجود لرى چى د هغوى حل زياتى پاملرنى ته اړتيا لرى لكه: د بشپړ آمنيت تامينول – په مليونونو افغانانو ته د ابرومندانه كار او شغل پيدا كول – په عزت سره د مهاجرينو بيرته را ګرځول او د هغوى ځاى پرځاى كول – روغتيا او معارف ته لازياته توجه ، د مختلفو اقتصادى سكتورونو لكه ( دولتى ، خصوصي ، ګډ او كوپراتيفى ) سكټورونو پر بنآ د اقتصادى ودې او ټولنيزى رفاه لپا ره د زيربنا ايجادول – د فرهنګى ميراثونو ساتنه – د تروريزم او نشه ئى توكو د توليد او قاچاق مخنيوى – په كمى او كيفى لحاظ د ملى اردو او ملى پوليسو داسى تقويه او تجهيزول چى د نړيوالو ځواكونو د حضور پرته د ا منيت د تآمين ا و د ملى ګټو څخه د دفاع مسووليت مستقلانه په غاړه واخستلاى شى- د ناټو او ائتلافى قواوو د پخپل سرو جګړه ايزو فعاليتونو مخنيوى كوم چى په هيواد كى د ملكى خلكو د مالى او ځانى تلفاتو موجب ګرځيدلى دى- د ملى يووالى تآمين او د يوه قوى مركزى حكومت تقويه كول ، د خپل سرو غير مسْولو وسله والو ځواكونو چى لا اوس هم په ځينو برخو كى ځواكمن دى ؛ بى وسلې كول- د يو داسى فعال او معيارى كادري سياست تعقيبول چى د ښایسته سالاری پر اساس كار د كار اهل ته وسپارل شى - په دولتى دستګاه كى د صادقو او ازمويل شوو كسا نو نصب او ځاى پر ځاى كول او د فاسدو عناصرو پر ضد پريكنده عمل كول – د تنظيمى جګړو د ټولو ويجاړ يو بيا له سره رغول – د ادارى فساد پر ضد جدى مبارزه او د دولتی دستګاه څخه د رشوت او اختلاس د جرړو ايستل – د دولت ټولو كاركونكو ته د عا دلانه معا ش او حقوقو اجرا كول – د شهيدانو د ورثى – معلولينو او متقاعدينو د حقوقو عادلانه تامين او له غاصبينو او زورورو څخه د دولتى او شخصى ملكيتونو استرداد او بيرته را ګرځول او په لس ګونونو هغه مسايل چي د هغوى حل په كارونو كى لازم جديت او پاملرنه غواړى. د افغانستان ملى ګوند د خپل تاريخى رسالت او مسووليت له مخى خپله د نده بولى تر څو د دغو ناخوالو د له منځه وړلو په خا طر د دولت د مسْولو شخصيتونو پاملرنه د هغوى حل ته راواړوى او بيله شكه چى د افغانستان ملى ګوند به له دوى سره مرستندوی وي او خپله هر اړخيزه همكارى به ترى ونه سپموى. د افغانستان د ملى ګوند اجرائيه شورا پدى با ور ا و عقيده ده چى موجوده حكومت د خپلو كمبوديو او نواقصو سره سره چى لرى ئى بيا ئى هم د حكومت كولو او دولت دارۍ كارى تجربه زده كړى او د ښاغلى جلالتمآب حامد كرزى تر رهبرى لاندى ئى ملى او نړيوال ملاتړ حاصل كړى او د خلكو په منځ كى د ښه اعتماد څخه برخمن دى او ښاغلى حا مد كرزى نسبت نورو نوماندو ته د ښى كارى تجربى او صلاحيت درلودونكى دى نو ځكه د افغانستان ملى ګوند اجرائيه شورا د خپلو ټولو غړو ، دوستانو او طرفدارانو څخه غواړى چى د ښاغلى حامد كرزى له نوما ندى څخه ملاتړ وكړى تر څو زموږ جګړو وهلى او ويجاړ هيواد له هلاكت او بد مرغيو څخه وژغورل شى او په هيواد كى دايمى سوله ټينګه شى . و من ا لله توفیق
د افغانستان ملى ګوند اجرائيه شورا
|